|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: دوبۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مينه او محسن په ماڼۍ کې لالو وليد چې شپېلۍ يې غږوله ،په ګډه دالېزو ته ننوتل. لالو وويل چې شپېلۍ يې ملګري له دوبۍ نه رالېږلې ده. ماشومانو د دوبۍ په اړه مالومات وغوښتل، لالوماما ورته پدې اړه يوه دريڅه پرا نيستله. دريڅه ماشومانوپه دريڅه کې د دوبی ښار وليده او ستاينه يې وکړه. لالو وويل چې د دوبۍ ښار په عربي متحده ايالاتو کې پروت دی . دا ښار په ١٩٦٨ کال کې جوړ شوی اود نړۍ يو مهم تجارتي او ترانسپورتي مرکز دی . دسرو زرو اونورو جواهراتودخرڅلاوستر مارکېټونه لري . دې ښارکې د بېلابېلوهېوادونوسوداګر کاروبار کوي.خلک يې په عربي ژبه خبرې کوي او پولي واحد يې درهم دی. .محسن غوښتل په ديوال ځړېدلې هنداره وګوري،لالو وويل چې سواره دې ونيسي پياده يې خپل دي. مينې د متل مطلب وپوښت، لالو دريڅه پرانيستله. دريڅه شفيع له نيکه نه د دې متل ماناپوښتله چې ،سواره ونيسه، پياده دې خپل دي. نيکه ورته وويل چې هر متل يوه کيسه لري.
نيکه وويل چې ډېر پخوا په يو ښار کې څو منارونه جوړ شول، د بل کلي نه څو ساده ګان ورغلل غوښتل يې چې دا منارونه خپل کلي ته يوسي. پاچا هغوی بنديان کړل او په شکرۍ کې يې دتوتانو سره څو دانې غوباړي ګډ کړل او د هغو ی مخې ته يې کېښودل. غوباړو منډې وهلې. يوساده دتوتاتوپه خوړلوپيل وکړ. بل ملګري يې ورته وويل چې اول دې سواره ونيسي ، پياده خو يې خپل دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||