BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:28 گرينويچ 2009 ,11 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ولايتي شورا

لالو ماما او ماشومان
د اسلام سپېڅلی دين د ادب او خلاقو دين دی چې يوه برخه يې ټولنيزآداب دي.
پروېز او مدينه غواړي چې لالو سره مانۍ ته ننوځي، لالو پروېز ته دمخکې کېدو وايي خو، پروېز لالومخکې کېدو ته بولي ځکه چې مشردی.

لالو د پروېز کاروستايه چې د مشرانو احترام کوي او ويې ويل چې دا د ټولنې د آدابو يوه برخه ده او په اړه يې يوه دريڅه پرانيستله.

دريڅه :

خبريال وويل چې اسلام د ادب او خلاقو دين دی چې يوه برخه يې ټولنيزآداب دي لکه د ډوډۍ خوړلو ، کېناستلو او پر لاره دتللو آداب .

يو ځوان ،چې شاهين نوميده، خبريال ته وويل:"بايد مشرانو ته سلام ورکړو اوپه لارکې له هغوی مخکې نشو." په همدې خبرو،دريڅه هم بنده شوه.

مدينې د ماڼۍ په دالېز کې څوعکسونه وليدل او په اړه يې دلالونه وپوښتل. هغه عکسونه د ولايتي شورادغړو وبلل اوپه اړوند يې دريڅه پرانيستله.

دريڅه :

ولايتي شورا
ولايتي شورا دخلکو ستونزې حکومت ته رسوي اود حل لارې چارې ورته پيداکوي.

تسلا او قدير دخپل پلارنه د ولايتي شوراپه اړه وپوښتل. هغه وويل چې ولايتي شورا د يوه ولايت دخلکو دټاکل شوو استازو څخه جوړه شوې ده.

داچې خلک نه شي کولای خپلې هرراز ستونزې په مسقيمه توګه دحکومت غوږونو ته ورسوي،هغه دولايتي شوار سره شريکوي .

ولايتي شورا دخلکواو حکومت تر منځ دپل حيثيت لري، هغه دخلکو ستونزې او شکا يتونه حکومت ته رسوي اود حل لارې چارې ورته پيداکوي.

دنړۍ مشهورهرميوه ماڼۍ او زر دريڅې
اهرام
کوچنۍ هوسۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
نايابه هوسۍ
کوچنۍ الوتکهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
کوچنۍ الوتکه
د مر غاب سينديوه ماڼۍ او زر دريڅې
د مرغاب سيند
ښه دوستانيوه ماڼۍ او زر دريڅې
اساسي قانون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>