|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: اهرام | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالوماما له رفيع او نسيمې سره په ګډه ماڼۍ ته ننوځي. لالو وايي چې نن يې د ماڼۍ د باغوانانو د مشردټاکنې لپاره دخپلې خوښې کانديد ته رای ورکړه. نسيمه پوښتي چې آيا هغه هم کولای شي په ټاکنوکې ونډه واخلي، لالو ورته په همدې اړه يوه دريڅه پرانيزي. دريڅه خبريال وايي چې څو مياشتې وروسته د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې کيږي خو رای ورکوو نکی بايد ١٨ کلن شوی وي. پدې اړه د کابل د چهلستون يو اوسېدونکی، محبوب الله، د خپل پلار له خولې وايي چې درای ورکولو لپاره دکارت درلودل ضروري دي. لالو وايي که چېرې داسې کس ته رای ورکړوچې وطن مو آبادکړي ، سيلانيان به يې لېدو ته راځي . هغه د مصر هېواد تاريخي هرم يادونه کوي چې زيات شمېرخلک يې لېدوته ورځي او په دې اړه يوه دريڅه پرانيزي. دريڅه رفيع او نسيمه لالو په دريڅه کې د اهرام مسوول کس ويني چې وايي په مصر کې نيږدې ٧٠ غټ او واړه اهرامونه موجود دي.
تر ټولو لوړ هرم خيوس نوميږي چې ٥٠٠٠ کاله پخوا جوړ شوی دی. په لومړي سر کې د دې هرم لوړوالي ١٤٨ متره و. وروسته بارانونو وشړاوه او اوس ١٣٨ متره لوړ والی لري. لالو وويل چې پخوا دمصر دپاچايانو (فرعونانو ) جسدونه له مړينې وروسته په هرمونو کې ساتل کېدل. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||