BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:48 گرينويچ 2009 ,14 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ترټولواوږد پُل

پُل

ظريف او هيله غواړي د رود له لارې ماڼۍ ته لاړ شي ځکه چې د پله لاره بنده وي، خو لالو ماما راځي او ماشومان ديوه اوږد پل له لارې ماڼۍ ته بيايي.

هيله وايي چې دا به د نړۍ تر ټولو اوږد پل وي، خو لالوايي چې د نړۍ تر ټولو اوږد پل په چين کې دی.

دريڅه

هيله د پًل اوږد والي پوښتي، لالو وايي چې دا پل نېږدې ٣٦ کيلو متره اوږد والی لري. اوپه يو وخت پرې شپږ ليکې موټرونه تګ او راتګ کوي.

لالو وايي چې دا پل يې په يو ميليارد او ٦٤٠ ميلونه ډالره په څه دپاسه څلورو کلونو کې جوړ کړی چې د چين د هانګ جو سيمه د چين له ختيځ سره تړي.

هيله د ماڼۍ پُل زوړبولي او وايي چې بايدړنګ شي خو لالو وايي چې هغه اوس تاريخي پُل دی د ورانولو په ځای يې ساتل په کار دي.

ماشومان دتاريخي شيانوپه اړه پوښتي،لالو ورته دلاهورۍ دروازې په اړه يوه دريڅه پرا نيزي.

دريڅه

نيکه له خيبر نه پوښتي چې سکاره يې له کومه ځايه راوړل، خيبر ورته دلاهور نوم اخلي خونيکه يې په خندا هغه ځای لارهورۍ دروازه ګڼي.

نيکه د نرګسې د پوښتنې په ځواب کې وويل چې د جادې اخر او د بالاحصار لاندې سيمې ته لاهورۍ دروازه وايي.

دکابل زوړښار
افغانانو د هنددهغه مهال دلاهور نه يوه دروازه راوړې او په پخواني بالا حصار کې يې اېښې وه ..

دا چې ولې دې ځاي ته خلک لاهورۍ دروازه وايي په دې اړه بېلابېل نکلونه دي.

ځيني خلک په دې باور دي چې د مغلو پرمهال افغانانو د هنددهغه مهال دلاهور نه يوه دروازه راوړې او په پخواني بالا حصار کې يې اېښې وه .

ځيني نور بياوايي چې پخوا په دې سيمه کې کاروانونه تړل کېدل او د هند په لور به روانېدل او همدا لاره سيده لاهور ته تللې وه.

ننګرهاريوه ماڼۍ او زر دريڅې
ننګرهار
 تاج محليوه ماڼۍ او زر دريڅې
تاج محل
سکه يوه ماڼۍ او زر دريڅې
سکه
ستن يادسماليوه ماڼۍ او زر دريڅې
ستن
چارلی چاپلينيوه ماڼۍ او زر دريڅې
چارلی چاپلين
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>