|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ننګرهار | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
احمد او رابعه په ژمي کې د ماڼۍ په انګړ کې د شنو او تازه ونو په لېدلوحيران وي چې لالو ماما رارسيږي. ټول په ګډه ماڼۍ ته ننوځي، رابعه د ونو د تازه والي په اړه پوښتي، لالو هغه همېشه بهارونې بولي چې له ننګرهاره راوړل شوي اوپه دې اړه دريڅه پرانيزي. دريڅه ثريا د فريدې دوي کره تللې وه او هلته يې په ژمي کې تازه ګلان ترسترګو شول. فريدې ورته وويل چې دايې ماما له ننګرهارڅخه راوړي دی. دواړه د فريدې د ماما کره ولاړې چې د ننګرهار ولايت په اړه مالومات ترلاسه کړي. دفريدې ماما وويل : " د ننګرهار ولايت د هېواد په ختيځ کې پروت دی، ٢٢ ولسوالۍ لري، مرکزې يې د جلال آباد ښار دی. د ننګرهار د ولايت مشهورې مېوې نارنج، کينو مالټې او زيتون دي او مشهور ځايونه يې، د مملې بڼ، د غازي اباداود هډې فارمونه او داسې نور دي. " دفريدې ماما دثرياديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : " ننګرهارته ځکه هميشه بهار ولايت وايي چې مساعده هوا لري ،ونې او ګلان پکې تل شنې اوتازه وي." لالو وويل چې پخوا به خلک د هېواد د سړو سيمو نه د ژمي د تېرولو لپاره ننګرهار ته تلل ، احمد هېله څرګنده چې کاشکې دوی هم تللي وای. رابعه وايي چې په ژمی کې بايد سړی د راتلونکي کال لپاره تياری ونيسي. لالو په همدې اړه دريڅه پرانيسته. دريڅه
خبريال په ژمنيو رخصتيو کې دزده کوونکو دبوختيا په اړه له مصطفی څخه، چې د ٧ ټولګي زده کوونکی دی ، پوښتنه کړې، هغه وايي: " په ژمي کې درسونه نه وايم، په کور کې کوم کار کوم اوترڅنګ يې د تره زامنو سره لوبې کوم. " فريده چې د ٥ ټولګي زده کوونکې ده وايي: "سږکال د رياضي په مضمون کې پاتې شوم ، اوس مې ژمني کورسونه نيولي چې بل کال ته پوره تياري ولرم ." |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||