BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:28 گرينويچ 2008 ,26 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ستن

ستن يادسمال
ستن درې کونجه وي، مينځ کې يې آئينې، شااو خوايې مرۍ او څنډو کې يې دلونګوځونډي وي.
ګلالۍ، پروېز او لا لو ماڼۍ ته تللي وو، د دالېز پردېوالونو متلونه ليکل شوي وي، ځينې يې ماشومان لولي، لالو ورته دمتلونو پۀ اړه دريڅه پرانيستله.

دريڅه

شپه وه، فريدې او نسيمې د رسم کورنۍ دنده ترسره کوله، ناڅاپه څراغ مړ شو، دواړو قلمونه او پنسلونه راټول کړل، دفرېدې دوه پنسلونه پيدا نۀ شول.

دنسيمې مور رڼا راوړه ويې ويل: "که شپه تيارۀ ده نو مڼې پۀ شمار دي". دوئ د دغه متل پۀ اړه نۀ پوهېدل، مورېې ورته وويل:

"دوه ملګري وو، د شپې يې مڼې خوړلې ناڅاپه څراغ مړ شو، يوۀ ملګري يې وويل:څومره تياره ده مڼې نه ښکاري،بل پوی شو،چې غلاته يې چل جوړکړی دی.

دوهم ملګري وويل: "که شپه تيارۀ ده، مڼې په شمار دي." دا متل د دووملګرو لۀ دې کيسې پيدا شوی او تر اوسه پورې دود دی". دريڅه تړل کېږي.

لالو وايي متلونه د ولسونو د ولسي ادب او کلتور غوره برخه وي. ځوانانو ته د ميدان وردګ ولايت د ستن په نامۀ د يوۀ فرهنګي دود پۀ اړه دريڅه پرانيزي.

 متلونه دولسي ادب اوفرهنګ يوه غوره برخه وي.

دريڅه

څو تنه نجونې او هلکان وايي: ستن درې کونجه وي، مينځ کې يې درې دانې هندارې، شاوخوا يې ترې مرۍ اوبدلي وي او په څنډو کې يې د لونګو ځونډي وي.

په وردکوکې، چې څوک خور او لور چاته په نکاح ورکوي د نجلۍ کورنۍ دهلک کورنۍ ته ستن ورکوي يعنې، چې هلک ته يې نجلۍ ورکړه.

داستن بيا هلک والا کورته وړي، خپل خپلوان يې راځي پيسې پۀ کې اچوي، کله چې ناوې راشي دا ستن او پيسې بيا د هغې حق وي.

چارلی چاپلينيوه ماڼۍ او زر دريڅې
چارلی چاپلين
ماشومان په ماڼۍ کېيوه ماڼۍ او زر دريڅې
سراج الاطفال
د هرات خواږهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
نابلدي
څېړۍ يوه ماڼۍ او زر دريڅې
څېړۍ
ګرځنده تلېفون( موبايل)يوه ماڼۍ او زر دريڅې
موبايل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>