ستورۍ او سمسور ماڼۍ ته روان وي وي چې سمسور په يوه سپي دکاڼي ګوزار کوي خو ستورۍ پرې غوسه کوي. په دې وخت کې لالوماما رارسيږي اوټول په ګډه ماڼۍ ته ننوځي او هلته لالوماشومانو ته په حيواناتود زړه سوي په اړه يوه دريڅه پرانيزي. دريڅه خبريال وايي چې په ځينو کورو نو کې خلک حيوانات او څاروي ساتي، ځينې ماشومان دا حيوانات ځوروي . يو ماشوم ،چې وحيدالله نوميده، وويل : "پيشو مې بده ايسي ،کله چې زموږ کور ته راشي ولم يې". يو بل ماشوم،ايمل خان، وويل چې پر حيواناتو زړه سوی په کار دی. ضياء الحق ،چې هغه هم ماشوم دی، وويل:" په کور کې يوه پيشو لرم، راسره بلده شوې، ناز ورکوم او ډوډۍ هم ورکوم." له همدې سره دريڅه تړل کيږي. ستورۍ دماڼۍ په دالېز کې دمرغاب دسيند يو تصوير ويني ، خوښيږي او دلالو نه يې په هکله مالومات غواړي. هغه په دې اړه يوه دريڅه پرانيزي. دريڅه  | | | د مرغاب له سيند نه دبادغيس په بالامرغاب کې ګټه اخيستل کيږي او د قراقرم په دښتو کې وچيږي. |
فيصل سميرا ته دمرغاب دسيند په اړه وويل چې د مرغاب سينددافغانستان له مشهو ر و سيندونوڅخه دی چې د فيروز کوه نه سرچينه اخلي . دا سيندد سمندر له تل نه ٢٥٠٠ متره اوچت دی او د افغانستان او ترکمنستان ٣٠ کيلو متره سرحد جوړوي. له دې سيند نه يواځې د بادغيس په بالامرغاب سيمه کې ګټه اخيستل کيږي او په پای کې د قراقرم په دښتو کې وچيږي. |