BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:52 گرينويچ 2009 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: اساسي قانون

ښه دوستان

ذبيح او نبيلې ماڼۍ ته په ننوتلو په دې شخړه کوله چې هر يوه ويل دده دخوښې دريڅه بايد لومړی پرانيستل شي.

لالو ورته وويل چې دوستان په وړو خبرو نه بايد خپله دوستي خرابه کړي اوپه همدې اړه يې يوه دريڅه پرانيستله.

دريڅه :

خبريال له څوتنوځوانانو وپوښتل چې ښه ملګری چاته ويلی شو، محمد اکبر وويل:"ښه ملګری هغه دی چې ملګرتيا يې بې مطلبه او ريښتينی وي."

بل ځوان وويل چې بايد تل د خپل ملګرو راز وساتو او په غم او ښادی کې ورته اوږه ورکړو. په همدې کې دريڅه تړل کيږي

لالو وويل چې دوستی هم ځانته قانون لري چې بايد مراعات شي او بيا يې د نبيلې د غوښتنې سره سم د اساسي قانون په اړه يوه دريڅه پرانيستله

بله دريڅه

دکلي په يوه حجره کې ماشون تريوه سپين ږيري راټول دي چې ديوه کتاب په لوستلو بوخت دی.

اساسي قانون
دافغانستان اساسي قانون د ١٣٨٤ کال د قوس د مياشتې په لويه جرګه کې جوړ شو .

نوموړی سپين ږيری د ماشومانو د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه کتاب د افغانستان اساسي قانون بولي.

ماشومان داساسي قانون په اړه پوښتي. بابا وايي چې اساسي قانون ديوه هېوادبنسټ ټاکي او ټول قوانين اوکارونه ددې قانون له مخې تنظيميږي.

د افغانستان اساسي قانون د ١٣٨٤ کال د قوس د مياشتې په لويه جرګه کې جوړ شو چې دملي شورا له خواتاييداودجمهوررييس لخوانافذشو.

 ترټولواوږد پُل، يوه ماڼۍ او زر دريڅې
ترټولواوږد پُل
ننګرهاريوه ماڼۍ او زر دريڅې
ننګرهار
 تاج محليوه ماڼۍ او زر دريڅې
تاج محل
سکه يوه ماڼۍ او زر دريڅې
سکه
ستن يادسماليوه ماڼۍ او زر دريڅې
ستن
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>