|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: کوچنۍ الوتکه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دماڼۍ مېلمنو، بلال او ګلالۍ ، دماڼۍ په انګړکې ولېدل چې لالوماما له يوې ډېرې کوچنۍ الوتکې راکښته شو. د ماڼۍ په دالېزکې بلال دکوچنۍ الوتکې په اړه وپوښتل، لالو ورته يوه دريڅه پرا نيستله. دريڅه په دريڅه کې د امريکا د اېروزونا هوايي موزيم کې ګلالۍ يوه ګوچنۍ ژېړ رنګه الوتکه وليد ه. لالو هغه دنړۍ ترټولو کوچنۍ الوتکه وګڼله. لالو وويل چې دا الوتکه دويمه بمبيرکه نوميږي او رابرټ ايچ سټار، يو امريکايي پيلوټ، په ١٩٥٤ کال کې جوړه کړه. د الوتکې اوږدوالی ٢،٧ متره او وزن يې ١٨٠ کيلو ګرامه دی چې ٢٦٠ کيلوګرامه وزن له ځان سره پورته کولای شي. ددريڅې له تړلو سره بلال وويل چې يو قيمتي کاڼی يې موندلی و خو ترې ورک شو. لالو وويل چې باد راوړی و باد يوړ اوپه همدې اړه يې يوه دريڅه پرانيستله دريڅه
يوبوډا ماشومانوته کيسه کوله: " يو وخت يو ملک په بل ملک بريد وکړ. هغه ملک ،چې بريد پرې شوې و، خپله ټوله شتمنی په کښتيو بارکړه. کښتيود بادبانونو په مرسته حرکت وکړخو باديې لوری بل ملک ته واړاوه او د هغه ملک پاچا خبر شو. کله چې هغوی غوښتل کښتۍ راوګرځوي، باد بېرته بل لوري ته ولېږدولې. پاچا وويل:باد راوړي ، باد يوړل." |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||