BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:49 گرينويچ 2009 ,15 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: نايابه هوسۍ

کوچنۍ هوسۍ

جواد او دنياد لالوماما مېلمانه وي. هغوی دماڼۍ په دالېزونوکې روان وي چې لالو، ما ڼۍ ته ديوې ښکلې هوسۍ دراوستلو وايي.

ماشومان د هوسۍ د نوم په اورېدلوخوښيږي اوپه اړه يې مالومات غواړي، لالو ورته يوه دريڅه پرانيزي.

دريڅه

ماشومان د ماڼۍ په ژوبڼ کې يوه وړه او ښکلې هوسۍ ويني او کوچنيوالي ته يې حيرا نيږي. لالو د هغې هوسۍ نسل ووړ بولي.

لالووايي چې دنړۍ ترټولو کوچنۍهوسۍ له ٧ نه تر ٨ کيلو پورې وزن او ٣٣ نه ٣٨ پورې ونه لري او يواځې د چيلي او ارجنتاين په هېوادنوکې پيدا کيږي.

ددريڅې ترتړلو وروسته ،جواد وايي چې هوسۍ د زلزلې او طبيعي آفتونو پر مهال ژر خبريږي او ځان له خطر نه باسي. لالو په دې اړه بله دريڅه پرانيزي.

دريڅه

خبريال وايي چې زلزله لنډه وي خو خطر يې زيات دی . د زلزلې په مهال کومو ټکو ته پام وکړو،د کابل ولايت د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکی ،شيرشاه وايي:

کوچنۍ هوسۍ
دزلزلې په مهال که دوتو لاره نه وي بايد د کټ، مېز او يا هم د دروازې د سرطاق لاندې ودريږو

"د زلزلې په مهال انګړ يا باغ ته ځو څو د کور د دېوالونوله را غورځېدو خوندي و اوسو."

خبريال د ځمکې پېژندنې انجينرانو له خولې وايي چې له ودانۍ څخه د زلزلې په مهال بايد له لنډې لارې ووځو او په سر کوم شی يا لاس ونيسو.

که دوتو لاره نه وي بايد د کټ، مېز او يا هم د دروازې او کړکۍ د سرطاق لاندې ودريږو څود زلزلې له پېښېدونکو خطرونو خوندي شو.

کوچنۍ الوتکهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
کوچنۍ الوتکه
د مر غاب سينديوه ماڼۍ او زر دريڅې
د مرغاب سيند
ښه دوستانيوه ماڼۍ او زر دريڅې
اساسي قانون
 ترټولواوږد پُل، يوه ماڼۍ او زر دريڅې
ترټولواوږد پُل
ننګرهاريوه ماڼۍ او زر دريڅې
ننګرهار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>