BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: احمد ظاهر

احمدظاهر، لالوماما اوميلمانه يې

زېبا او همايون دلالو ماما د راتلوپه تمه وو، ويې لېدل چې هغه د يوې ونې لاندې ناست و اوله راډيو نه يې داحمد ظاهر سندره اورېدله.

ټول په ګډه دماڼۍ دالېزونو ته ننوتل ، لالوماما دزېبا اوهمايون په غوښتنه د احمدظاهر په اړه يوه دريڅه پرانيستله.

دريڅه :

په دريڅه کې يې دحبيبيې ليسه وليده چې احمدظاهرپه کې زده کړې کړې وې. لالو وويل چې احمد ظاهر په ١٣٢٥ هجري لمريز کال په کابل کې زېږېدلی و.

لوړې زده کړې يې په هندوستان کې د ښوونې اوروزنې په څانګه کې تر سره کړې او په دولس کلنۍ کې يې په سندرو ويلو پيل وکړ .

دلومړنۍ سندرې تر ويلووروسته دحبيبيې ليسې دبلبل په نوم مشهور شو. دموسيقۍ په ډګر کې يې کوم ځانګړی استاد نه درلود.

استاد نينواز، استادننګيالي، استاد ترانه ساز او استاد سليم سرمست ورسره دموسيقۍ په برخه کې مرسته کوله.

احمدظاهر
احمدظاهر دلومړنۍ سندرې تر ويلووروسته دحبيبيې ليسې دبلبل په نوم مشهور شو.

دهغه دسندرو شمېرله ٤٠٠ اوړي چې يوشمېريې دراډيوپه آرشيف کې خوندي دي اويو شمېر نورې يې په ځانګړو مجلسونوکې ويلې وې.

احمدظاهر د( ١٣٥٨ ) کال دغبرګولي په (٢٤ ) نېټه ومړ او جنازه يې دکابل په شهدای صالحين کې خاوروته وسپارل شوه.

ټيکيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ټـــــيــــك
دوبۍيوه ماڼۍ او زردريڅې
دوبۍ
کانګرويوه ماڼۍ او زر دريڅې
کانګرو
دبغلان دسمنټودتوليدفابريکهيوه ماڼۍ او زردريڅې
بغلان
ولايتي شورايوه ماڼۍ او زر دريڅې
ولايتي شورا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>