BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:42 گرينويچ 2009 ,07 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ټـــــيــــك

ټيک

حسيب او نعيمه پداسې مهال د ماڼۍ په انګړکې دلالوماما سره مخ کيږي چې نعيمې افغا ني ګڼ اغوستی دی.

لالودنعيمې دجاموستاينه کوي خو وايي چې کاشکې يوټيک هم درلودلاي. حسيب د ټيک په اړه مالومات غواړي ، لالو ورته يوه دريڅه پرانيزي.

دريڅه :

په دريڅه کې نسيم او وجيهه دخپلې اناسره ناست دي اود هغې ګاڼې ګوري. وجيهه د ګا ڼو په منځ کې له سپينو زرودجوړې شوې يوې ګاڼې په اړه پوښتي.

انا هغه ټيک بولي او وايي دا يوه افغاني ګاڼه ده چې ښځې يې په ودونو اونورو خو ښيو کې له افغاني جاموسره په ټنډه ځړوي.

انا ټيک ګرد او څلور كونجه بولي چې له برونزو، طلا او سپينو زرو جوړېږي، ځينې يې غمي لري او ځينې يې هم ساده وي.

ددريڅې تر تړلو وروسته نعيمه وايي چې دټيک په اړه خپلوخورلڼوته هم مالومات ور کوی.لالو دټيک استعمال دکلتوريوه برخه بولي.

حسيب دکلتور وزارت نوم اورېدلی خو نپوهيږي چې کوم کارونه کوي.لالو هغه د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت بولي او پدې اړه هم يوه دريڅه پرانيزي.

لالوماما
ټيک يوه افغاني ګاڼه ده چې ميرمنې يې دخوښۍ په مراسموکې په ټنډه ځړوي.

دريڅه

ددريڅې تر شا حسيب او نعيمه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويني. لالوماما وايي چې اطلاعات داطلاع (خبر) جمع ده او فرهنګ دود او دستور ته وايي.

دا وزارت دنن نه ٦٠ کاله وړاندې جوړشوی چې دنشراتي، فرهنګي، مالي، سياحت، ځوا نانو او داسې نورو څانګو درلودونكى دى.

دغه وزارت دهېواد په بېلابېلو ولايتونو كې څانګې اورياستونه لري چې خلك خپلې ستونزې له هغې لارې له وزارت سره شريکوي.

دوبۍيوه ماڼۍ او زردريڅې
دوبۍ
کانګرويوه ماڼۍ او زر دريڅې
کانګرو
دبغلان دسمنټودتوليدفابريکهيوه ماڼۍ او زردريڅې
بغلان
ولايتي شورايوه ماڼۍ او زر دريڅې
ولايتي شورا
دنړۍ مشهورهرميوه ماڼۍ او زر دريڅې
اهرام
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>