BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:45 گرينويچ 2009 ,27 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: دنګ سړی

دنړۍ تر ټولودنګ سړی

جمال او ناديه د ماڼۍ په انګړ کې له لالوماما سره مخ شول . لالو غوښتل چې ديوې ډېرې دنګې دروازې له لارې يې ماڼۍ ته بوځي.

ناديه د دروازې لوړوالي ته حيرانه شوه خو لالودمنترپه ويلودروازه پرانيستله اوټول دماڼۍ دالېزونو ته وردننه شول.

ناديې وپوښتل چې آيا په نړۍ کې به داسې څوک وي چې پرته له منتر څخه يې لاس دې داشان دروازې ته ورسيږي؟ لالومامادريڅه پرانيستله.

دريڅه :

په دريڅه کې جمال او ناديې خبريال وليد چې ويل يې دنړۍ ترټولو دلوړ ې ونې څښتن، باوژوهان ،دچين په هېواد کې ژوند کوي.

د باوژوهان نوم د نړۍ د ترټولو لوړ کس په توګه دنړۍ دفوق العاده پيښو په کتاب کې ثبت شوی چې (٢.٣٦) سانتي متره ونه لري.

ژوهان (٥٦) کاله عمر لري چې دوه کاله مخکې يې ديوې (٢٩) کلنې مېرمنې ، اکسيا شو جان، سره واده وکړچې هغه يو نيم متر ونه لري.

دنړۍ ترټولو لوړ سړی
د ژوهان نوم د نړۍ د ترټولو لوړ کس په توګه دنړۍ دفوق العاده پيښو په کتاب کې ثبت شوی دی.

د ژوهان لپاره تياربوټان او جامې نه پيداکېږي. بوټان يې پلار ورته جوړوي او جامې په خياط باندې ګنډي.

دې سړي پخوا د چين په پوځ کې دنده درلوده او د باسکټبال د ټيم تکړه لوبغاړی هم و. له دې سره دريڅه هم وتړل شوه .

ارشادالنسوانيوه ماڼۍ اوزر دريڅې
ارشادالنسوان
دکاغذبادلوبهيوه ماڼۍ او زردريڅې
د كاغذباد لوبه
کعبه شريفه يوه ماڼۍ او زر دريڅې
مشوره
مطيع الله ننګيالزیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ځوان شاعر
ناوليوه ماڼۍ او زر دريڅې
ناول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>