محمد انور اندړ
|  |
 | | | دارشاد النسوان په (١٣٠٠)كال په حمل کې داسمارسميه په مسووليت خپرونې پيل کړې. |
احسان اوهمادماڼۍ په دالېزونوکې ديو زوړ كتاب په اړه وپوښتل، لالو هغه د ارشاد النسوان د جرېدې كلكسيون وباله او په اړه يې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه كې احسان او هما د ارشاد النسوان جريدې دمسوولې تصويردهغې دڅښتن ترڅنګ وليد او په اړه يې له لالوماما څخه وپوښتل. لالو وويل چې دارشاد النسوان جريده په (١٣٠٠)كال په حمل کې خپرونې پيل کړې چې مسووله مديره يې اسما رسميه، د محمود طرزي مېرمن وه. داجرېده په پيل کې په څلورو مخونو كې چاپېدله خو وروسته يې دزياتومينه والو ددرلو دلوله امله په اتومخونوکې خپرونې پيل کړې. ارشادالنسوان په يو ډول پسته يي رنګه كاغذ باندې د شاهي دار التحرير ،په سنګي مطبعه كې ،په اوونۍ کې يوځل چاپېدله.  |  ارشادالنسوان ترډېره بريده انتقادي بڼه درلودله او زيات مينه وال يې درلودل.  |
دې جريدې معمولاً د مېرمنو په ژوند پورې اړوندمسايل لكه،اخلی پخلی، دماشومانو روزنه ، خياطي ،روغتيااو داسې نور مطالب خپرول. دې جريدې، چې ترډېره برېده يې انتقادې بڼه درلودله،زيات شمېر لوستونکي هم درلو دل،خوتر پنځوياشپږومياشتو خپرونو وروسته وتړل شوه. |