|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: د كاغذباد لوبه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سليم او زرغونه دما ڼۍ په انګړ كې لالو ماماته تم وو، خو هغه يو څه ناوخته راغی . ماشومانو تر روغبړوروسته دهغه دناوخته راتګ لامل وپوښت. لالوماما هغوی دماڼۍ دالېزونو ته بوتلل او ورته يې و ويل چې دکاغذباد د لوبې نندارې ته تللی و. سليم دکاغذباد دلوبې دتاريخچې په اړه وپوښتل. هغه ورته پدې اړه يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه : په دريڅه کې ماشومانو دکاغذ باد لوبه وليدله چې د کاغذباد بېلابېل ډولونه پکې تر سترګوکېدل لالو ماما وويل چې کاغذبادبېلابېل شكلونه لري خو په افغانستان كې يوازې څلور كونجه ډول يې رواج دی. كاغذباد بيلابېلې کچې(اندازه) لري لكه: نيم تخته يي، درې پارچه يي، څلور پارچه يي، پنځه پارچه يي، شپږ پارچه يي او اووه پارچه يي. لالو وويل چې کاغذبادلومړی ځل له نن څخه نږدې(٢٤٠٠) كاله پخوا په چين كې د دوو چينايي پوهانو له خوا جوړ او دا لوبه رواج شوه . په افغانستان کې ددې لوبې درواجېدوپه اړه ځيني كسان وايي چې له هندوستان څخه افغانستان ته راغلې اودلته يې هم ډېر مينه وال پيدا کړي دي.
خو په پخوانيو افغاني ادبياتو كې د كاغذباد، باد برك او باد پرك كلمې ډېرې كارول شوې دي. د كاغذپران لوبه نږدې څلويښت كاله مخكې د المپيك درياست په چوكاټ كې په رسمي توګه ومنل شوه. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||