دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | د طنز هدف د ټولنې او اشخاصو نيمګړتياوې اصلاح كول دي. |
موسكا او وحيد دماڼۍ په انګړ کې له لالوماماسره مخ شول، هغه کتاب لوست اوخندل يې. ماشومانو تر روغبړوروسته دکتاب په اړه و پوښتل. د ماڼۍ دالېزونوته تر ننوتلو وروسته لالوماما دکتاب يوه برخه ولوستله، موسکا هغه ښه ټوکه وګڼله خو لالو ماما هغه طنز وباله. وحيدته دطنز نوم نوی ښکاره شواوپه اړه يې له لالو ماما څخه وپوښتل. هغه پدې اړه ځوانکيانو ته يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه : په دريڅه كې د ماڼۍ خبريال د افغان ليكوال او طنز ليکونکي ،عبدالنافع همت، تر څنګ ليدل کيده او له هغه څخه يې د طنز په اړه وپوښتل. همت وويل: "طنز يوه عربي كلمه ده چې مسخره كول، په مسخره يي الفاظو كې خبرې كول او دې ته ورته نورې ماناوې لري. د طنز موخه(هدف) د ټولنې او اشخاصو نيمګړتياوې اصلاح كول دي. دطنز او ټوکې دتوپير په اړه همت وويل چې ټوكه د خندا لپاره يوه وسيله ده.  | | | په طنز كې ادبې ژبه كارول كيږي خو په ټوكه كې تر ډېره بريده دا قيد په پام كې نه نيول كېږي |
په طنز كې ټوكه ديوې وسيلې په توګه كارول كېږي، خو اصلي هدف يې دخلکو او ټولنې تنبه او اصلاح كول دي. په طنز كې ادبي ژبه كارول كيږي خو په ټوكه كې تر ډېره بريده دا قيد په پام كې نه نيول كېږي حتی ځينې ټوكې له ادبي چوكاټ څخه هم وځي." طنزد نثر او شعر اوپه نثر كې بيا د لنډې كيسې ،ناول او داسې نورو قالبونوكې ليكل كيږي. |