اېمل غوښتل ځان ورزشي کلب کې شامل کړي،خو نجيب ملګري يې مخالفت کاوه ځکه چې عمر يې کم دی. په دې وخت کې ګاډيوانه ترور راغله. هغې و ويل چې د عبدالله حبيب اوناصرحبيب په نومونوداسې غبر ګوني ورو نه پېژني چې 13 کاله عمر لري اود ورزش اتلان دي. ايمل کلب ته ولاړ ،آرزو اونجيب د ګاډيوانې سره په جادويي ګاډۍ کې په شهر نوکې دهغه کلب مخې ته کښته شول چې دې ورونوپکې ورزش کاوه. ماشومانو ترهرڅه لومړی دکلب د ترېنر، خان آغا،څخه د ناصر او عبدالله د برياليتوب د راز په اړه وپوښتل. هغه وويل :" د هغوی د برياليتوب راز د ورزش سره دهغوی بې کچه مينه او سالم رقابت دی چې تر دې مقام پورې رسيدلي دي."  | | | دترکيې په هېواد کې عبدالله دسرو اوناصر دسپينوزرو مډال ترلاسه کړ. |
وروسته ماشومانو دناصر او عبدالله نه دهغوی د لاسته راوړنوپه اړه وپوښتل. عبدالله وويل : "درې کاله کېږي چې کاراته کوو.د هېوادپه دننه کې مو په دوو سيالو کې ونډه اخيستې ده. په ترکيه مو هم سيالي درلوده چې ما پکې د سرو زرو او ناصرد سپينو زرو مډال تر لا سه کړ." |