ګاډيوانه ترور ناصر ، خاټول او قيس ته وايي د يوې داسې نجلې لېدوته بيايي چې په خپله د اووم ټولګي زده کوونکې ده خو نورو ته هم زده کړې ورکوي. ماشومان خوښ شول او په بيړه جادويي ګاډۍ ته ورپورته شول. په جادويي ګاډۍ کې خاټول دهغې نجلۍ دنوم او ځای وپوښتل. ګاډيوانه يې نوم آمنه او داوسېدوځای يې دپروان دصياد کلی وښود. ددوی خبرې لا ختمې نه وي چې جادويي ګاډۍ دآمنې دوی دکورترمخ کښته شوه. ماشومانو له آمنې سره ترروغبړ وروسته دهغې دکارپه اړه وپوښتل . امنې وويل: "د خپل ټولګي اول نمره يم ، دخپل استاد په هڅونه مې وکړای شول چې ٥٠ تنوته دقرآن کريم او رياضي درس ورکړم. دوه ټولګي لرم چې ديوه نوم همېشه بهار او د بل يې همېشه خندان دي،٥ مياشتې کېږي چې درس ورکوم ." آمنې دخاټول ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دتنخواه، کتابونو او قرطاسيې مرسته ورسره يوه موسسه کوي .  | | | آمنه دخپلو زده کوونکو لپاره دتدريس له نويو لارو چارو ګټه اخلي. |
وروسته ماشومانو دآمنې له استاد سره دآمنې په هکله خبرې وکړې ،هغه وويل : "آمنه ډېره بااستعداد ه نجلۍ ده،ماهغې ته دتدريس نوې لارې چارې وروښودلې چې څرنګه کولای شي دزده کوونکو پاملرنه درس ته راواړوي." په پای کې ماشومانو له آمنې اوله هغه له استاده مننه او خدای پاماني وکړه اوپه جادويي ګاډۍ بېرته دخپلو کورونو په لور روان شول. |