ليلااو نبي لۀ ګاډيوانې سره په داسې مهال جادويي ګاډۍ کې د ملي ګالري ليدوته ورغلل چې هلته نندار تون هم جوړ شوی و. زيات شمېرخلک دنندارتون ليدو ته راغلي وو. ګاډيوانې ماشومان د يوۀ انځورګر خواته بوتلل.هغه وويل:"دا نندارتون زما د کښل شووانځورونو دی. دا انځورونه مې ددې له پاره مې دلته راوړي چې ليدونکي د افغانستان د تاريخ اود افغانانو د ژوند په اړه ما لومات تر لاسه کړي". دملي ګالري يوې کارکوونکې صابرې رحماني وويل: ملي ګالري پۀ (١٣٦٢) کال کې په (٢٠٠) اثارو په کار پيل وکړچې اوس شا و خوا (٨٠٠) اثار لرو". د ملي ګالري رئيس عبدالفتاح عادل وويل: "دملي ګالري ارزښت په دې کې دی، چې خلک د افغانستان له تير تاريخ نه خبروي. په ملي ګالري کې د کابل د زوړښار او نورو سيمو ډېر پخواني انځورونه خوندي دی، لکه د کابل چهارچته چې د زاړۀ کابل يوه ارزښتناکه نښه ده.
 | | | ملي ګالري پۀ (١٣٦٢) کال کې په (٢٠٠) اثارو په کار پيل وکړچې اوس شاوخوا (٨٠٠) اثارلري. |
"دلته د(١٠ ) کلونونېولې تر(٧٥) کلونو زاړه آثارهم شته، لکه د استاد غلام محمد ميمنګي چې په جرمني کې پۀ درې سوو کسانو کې لومړی شوې و. د ګالري ودانۍ نږدې (١١٣) کا له پخوا جوړه شوې او خامه ده، داچې دا ودانۍ نم او لندبل جذبوي اثار پۀ کې نۀ خرابېږي. " .تردې ورورسته ماشومان او ګا ډيوانه بېرته په جادويي ګاډۍ کې دخپلوکورونو بپه لور روانېږي . |