 | | | عاشقان او عارفان دوه ورونه وو چې د يوه نوم عبدا لصمد اود بل يې عبدالسلام و. |
عبيد او مريم له راډيوڅخه په يوه سندره کې د عاشقان او عارفان نوم اوري او دهغه ځای دليدو هيله يې په زړه کې ګرځي. ګاډيوانه راځي اود ماشومانو داهيله پوره کوي. کله چې جادويي ګاډۍ هواته پورته کيږي ،عبيد دعاشقان اوعارفان د زيارت دځای په اړه پوښتي، ګاډيوانه وايي چې د کابل په زوړه ښار کې دی. له ګاډۍ نه د ماشومانو نظر پر يوه منار لوېږي او په اړه يې له ګاډيوانه پوښتي،نوموړې هغه ځای دکابل سرچوک سيمه او منار سپاهي ګمنام بولي. وروسته ګاډۍ د عاشقان اوعارفان زيارت ته څېرمه ښکته کېږي او ماشومان زيارت ته ځي . هلته ماشومان په دې پوهېږي چې عاشقان او عارفان دوه ورونه وو چې د يوه نوم عبدا لصمد اود بل يې عبدالسلام و . له زيارت وروسته د عاشقان او عارفان په کوڅه کې د هغې سيمې يو پخوانی اوسېد و نکی محمد انور د مريم ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : "دا ټوله سيمه د عاشقان او عارفان په نوم يادېږي خو هره کوڅه يې ځانته نوم لري ، دا کوڅه چقرک نوميږي .  | | | ټوله سيمه دعاشقان او عارفان په نوم ياديږي خو هره کوڅه ځانته نوم لري. |
دابن سينا روغتون له شا تر چمن حضوري پورې ٧ باغونه وو او هغه باغ چې عاشقان عارفان کې و د باغ نوروزي په نامه يادېده . خلک به دې باغونو ته د مېلې لپاره راتلل .د ابن سينا د روغتون ترشا يوه لويه تيږه وه چې بابر شاه به پر هغې کښېناست او د کابل له نندارې به يې خوند اخيست ." په پای کې ماشومان د عاشقان او عارفان د لېسې تر مخ دلوبو پارک ته ولاړل اوهلته يې له يوشمېر وړو هم دعاشقان اوعارفان په اړه مالومات ترلاسه کړل. |