جمال اوسپوږمۍ دلنډيو ويلو سيالي درلوده، سپوږمۍ ويل چې هغې سيالي ګټلې ده، خو جمال نه منله ځکه هغې دکتاب له مخې ويلې. په دې وخت کې ګاډيوانه ترور راغله ، اجمل ورته وويل چې سپوږمې دکتاب له مخې لنډې لوستلې ، نو سيالي يې نه ده ګټلې. ګاډيوانې د کتاب په ليدو وويل چې ددې کتاب ليکوال صادق الله صادق دی ،نو ماشومانو ترې وغوښتل چې دهغه ليدوته يې بوځي. ماشومان ګاډۍ ته پورته شول اوپه درنګ شېبه کې جادويي ګاډۍ دجلال آبادپه ښار کې دګودر کتاب پلورنځي ترمخ کښته شوه. ماشومانو تر روغبړ وروسته له صادق څخه وپوښتل چې څرنګه يې کتاب پلورنځي کې کار پيل کړ اودې کار ورته څه ګټه رسولې ؟ صادق وويل : " يوه ورځ مې ورور سره دلته راغلم او ځينې کتابونه مې مطالعه کړل په دې توګه مې له مطالعې سره مينه پيدا شوه اودلته مې کار پيل کړ.  | | | دکتابونو له مطالعې سره ډېره مينه لرم، دلنډيو يوکتاب مې چاپ کړی دی. |
دکارپه اوږدوکې مې له بېلابېلو کتابونو د ٢٠٠٠ په شاوخواکې لنډۍ راټولې او خپله مې کمپوز کړې او بيا مې دکتاب په بڼه چاپ کړ. بل داچې زما ورور د مينې په نوم مجله چلوي چې پخوا يل چا کمپوز کوله اوس دا کار زه پخپله کوم ." وروسته ګاډيوانه ماشومان دوخت پوره کېدوته متوجه کوي ، له صادق سره خدای پاماني کوي او دجادويي ګاډۍ په لورځي. |