|
څېرې او سيمې : ويانده انجلۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګاډيوانه ترور اجمل او نوريه په خپله جادويي ګاډۍ کې کښينوی او ګاډۍ الوځي. ماشومان د سفر په اړه پوښتي ،ګاډيوانه وايې ديوې نجلۍ ليدوته يې بيايي چې حنا نومېږي او د ننګرهارد نرګس په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو ويانده ده . جادويي ګاډۍ په درنګ شېبه کې جلال آباد ته رسيږي. ګاډيوانه اجمل او نوريه د حنا ليدو ته ورولي . حنادماشومانو ديوې پوښتنې په ځواب کې وايې : "يونيم کال کېږي چې راډيو کې ليکوالې او پروديوسرې کوم . له ماشومتوبه مې له کمپيوټر ، انګرېزي ژبې او تخنيک سره مينه درلوده . کله مې چې دا شيان زده کړل بيا مې په راډيو کې کار پيل کړ. " حنا وايي چې په لومړي سر کې يې جرت نه درلوده او له خلکو سره يې سمې خبرې نشوی کولی خو وروسته يې بيا داستونزه حل شوه. حنادنوريې ديوې پوښتنې په ځواب کې وايې : " ښونځي وايم، کورسونو ته ځم ، راډيو کې کار کوم اود کور په کارونو کې له مور سره هم مرسته کوم."
اجمل پوښتي که چېرې په کارونو کې له ستونزو سره مخ کيږي څوک ورسره مرسته کوي؟ هغه وايي چې مور ،پلار او همکاران يې ورسره مرسته کوي. د حنا يوه همکاره يې په اړه وايې : " حنا يوه مستعده او هوښياره جينۍ ده، په ډېر لږ وخت کې وتوانېده چې ځان د راډيو له کارونو سره بلد کړي . هغه له ټولو همکارانو سره ښې اړيکې لري ). ګاډيوانه ماشومانوته د بېرته ستنېدو وايي ، هغوی له حنا او د هغې له همکارې سره خدای په اماني کوي او کوم مهم ټکي يې چې زده کړي ، تکراروي يې. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||