BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:43 گرينويچ 2009 ,04 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سيمې: پارلمان

دافغانستان پارلمان

دا ځل حميد اوسارا له ګاډيوانې ترورسره په جادويي ګاډۍ کې د پارلمان ليدو ته ولاړل، چې دکابل ښارددارالامان په سړک پروت دی.

دپارلمان ودانۍ ته درسېدو سره سم ،ګاډيوانې ماشومان دکابل دخلکو استازې، شکر يې بارکزۍ، ته بوتلل.

هغې دماشومانو ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : " پارلمان فرانسوي کلمه ده چې د وکيلانو د ټولېدو اوقوانينو دجوړېدو ځای ته وايي."

ماشومانود وکيلانو ددندې په اړه وپوښتل، بارکزۍ وويل: "وکيلان دخلکو استازي دي چې دخلکو غوښتنې دچارواکو غوږونو ته رسوي."

د افغانستان پارلمان له دوو مجلسونو،ولسي جرګې او مشرانو جرګې جوړ دی.

وروسته ماشومانو د خوست ولايت له استازې ،سايرې شريف، څخه دپارلمان د غړيودټاکلوپه اړه وپوښتل. هغې وويل :

شکريه بارکزۍ
پارلمان فرانسوي کلمه ده چې د وکيلانو د ټولېدو اوقوانينو دجوړېدو ځای ته وايي.

" دولسي جرګې غړي دخلکو درايو په بنسټ او دمشرانوجرګې غړي دولايتي شوراګانو لخوا ټاکل کيږي اويو شمېر يې دولسمشر لخوا انتصابيږي.

ولسي جرګه قوانين جوړ اوبيا دمشرانو جرګې ته کتنې لپاره استوي ،چې وروسته د تو شيح لپاره ولسمشر ته وړاندې کيږي.

دپارلمان په اړه دمالوماتو ترلاسه کولو وروسته، ماشومان بېرته په جادويي ګاډۍ کې دخپلو کورونو په لورولاړل.

دمرنجان غوڼډۍ يوه څنډهڅېرې او سيمې
د مرنجان غونډۍ
آمنهڅېرې او سيمې
کوچنۍ ښوونکې
عاشقان او عارفانڅېرې او سيمې
عاشقان او عارفان
جادويي ګاډۍڅېرې اوسيمې
کتاب پلورونکی هلک
د تورغونډۍ بندرڅېرې او سيمې
د تورغونډۍ بندر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>