BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:23 گرينويچ 2009 ,15 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سيمې: د مرنجان غونډۍ

دمرنجان غونډۍ

اسد له نرګس نه غواړي چې دلوبولپاره ،له ده سره د اکمل دوی کره ولاړه شي خو نرګس وايې چې اکمل د مرنجان غونډۍ ته تللی دی .

په دې مهال ګاډيواته ترور راځي اوهغوی هم په جاديي ګاډۍ کې د مرنجان غونډۍ ته بيايي. اسدله ګاډيوانې دمرنجان غونډۍ دموقعيت په اړه پوښتي.

ګاډيوانه وايې چې د مرنجان غونډۍ د کابل په شاه شهيد کې حضوري چمن ته څېرمه پرته ده او خلک هلته د لوبو او مېلې لپاره ځي .

غونډۍ ته د رسېدو سره سم نرګس دغونډۍ په يوه څنډه کی ديوې مقبرې په لېدوله ګاډيوانې پوښتي.

ګاډيوانه هغه دافغانستان دپخوانيوپاچاهانو، محمد نادر او محمد ظاهر مقبرې بولي. وروسته هغوی له څوتنوماشومانوسره هم خبرې وکړې.

يوهلک ،چې شير آغا نوميده او له خپل آس سره راغلی و، داسدديوې پوښتنې په ځواب کې وويل :

ماشومانوته ،دپيسوپه بدل کې ،په آس چکرې ورکوم اود ورځې له ١٠٠٠تر ١٥٠٠ افغانۍ پيداکوم."

د مرنجان غونډۍ
مرنجان غونډۍ په بودايې دورې پورې اړه لري چې زيات شمېر تارېخي توکي ترې ترلاسه شوي .

ماشومانو له ګاډيوانې دمرنجان دغونډۍ دتاريخچې په اړه وپوښتل، هغې د مالوماتو لپاره ماشومان په کابل کې د لرغونپوهنې مرکز ته بوتلل .

هلته استاد شاه غاسي سادات مرنجان يوفولکلور يک نوم وباله اوويې ويل:

مرنجان يوه تارېخي غونډۍ ده چې بودايې دورې پورې اړه لري او يوزيات شمېر تارېخي توکي هم له دې ځايه ترلاسه شوي دي.

آمنهڅېرې او سيمې
کوچنۍ ښوونکې
عاشقان او عارفانڅېرې او سيمې
عاشقان او عارفان
جادويي ګاډۍڅېرې اوسيمې
کتاب پلورونکی هلک
د تورغونډۍ بندرڅېرې او سيمې
د تورغونډۍ بندر
حناڅېرې او سيمې
ويانده انجلۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>