 | | | يوکال کيږي چې شعر او کيسه ليکم، تر او سه مې پنځه شعرونه او همدا شمېرداستانونه ليکلي دي. |
فاطمه اوعثمان دکمکيانو په انيس کې د شب سياه په نوم يو داستان لولي چې ليکواله يې د نوشين په نامه يوه انجلۍ ده. هغوی هيله څرګندوي چې کاشکې دا انجلۍ له نږدې وګوري . په دې وخت کې ګاډيوانه راځي او وايي هغه دداستان ليکواله، نيلاب نوشين پېژني. ماشومان له گاډيوانې سره په جادويي ګاډۍ کې هغه کورس ته ځي چې نوشين پکې درس وايې. کورس ته له رسېدو سره سم ماشومان د نوشين له يوې هم ټولګيوالې، ديانا، سره خبرې کوي . هغه وايې چې نوشين ډېره لايقه نجلۍ ده ، شعروايي، داستانونه ليکي اودښوونځي په غونډوکې انانسري هم کوي. پخپله نوشين وايي: "له وړکتوبه مې له داستانونو سره مينه وه، يوکال کيږي چې شعر او کيسه ليکم او تر او سه مې پنځه شعرونه او همدا شمېرداستانونه ليکلي دي. شعري او داستاني کتابو نه ډېر لولم او خپلې نيمګړتياوې دهغوی له مخې ليرې کوم. " د کمکيانو د انيس مسول ،يعقوب کوهکن ، وويل: " د نوشين ليکنه د هغې د عمر په پرتله ډېره ښه ده او ترڅنګ يې ښکلی خط هم لري." |