BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:11 گرينويچ 2008 ,02 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅې: هزاره ګی ټغر

 هزاره ګی ټغر
هزاره ګي ټغرونه نه يواځې په هيوادکې دننه خلک رانيسي ،بلکې له هيواده دباندې هم ښه بازارلري.
فاطمه نوې لۀ کډوالۍ راغلې وه ،دترور زوی يې رضا لۀ ځان سره ماڼۍ ته بوتله رضا غوښتل بوټو خواته و لاړ شي فاطمې ورته وويل: هلته ماينونه دي،

موږ ته ماين پاکانو ويلي چېرته چې ګڼ بوټي وي هلته به نۀ ځئ. لالوماما دوئ ماڼۍ ته بوتلل .لالو لۀ رضا وپوښتل ولې يې رنګ الوتی؟ فا طمې وويل: دګڼو بوټو خواته روان ؤ،

ما ورته وويل مۀ ځه هلته ماينونه دي. د ی لږ ووېرېدۀ. لالو فاطمه وستايله او دريڅه يې پرانيستله.

دريڅه :

خبرلوڅ وويل: د افغانستان ځينوسيموکې لا هم ماينونه پاته دي. ځايي خلکوته دغه سيمې څۀ ناڅۀ مالومې دي، خو راستا نۀ شوي کډوال لۀ دغو پټودښنانو نه ناخبره دي.

څوتنوراستنو شوو ځوانانوپۀ دې اړه څرګندونې کړي . الله محمد وويل :

لۀ مهاجرته چې راغلم، زمونږ کورته نږدې عسکري پوسته وه وپوهېدم چې دلته به ماينونه وي. نعيم وويل: زۀ پۀ دې نۀ پوهېدم چې کوموسيموکې ماينونه وي .

شيرمحمد وويل: دکلي خلکوراته وويل ،هغه ځايونو کې چې کنډوالې، عسکري پوستې او ولاړ واښه وي ،هلته ماينونه وي داسې ځايونو ته به نۀ ځئ .

 ماين پاکان وايي، که تيږوته سوررنګ ورکړل شوی وي ، دڅارويو هډونه پراتۀ وي هلته ماينونه وي

داد محمد وويل: ايران نه راتلو ماين پا کانو وويل، که تيږوته سوررنګ ورکړل شوی وي ، دڅارويو هډونه پراتۀ وي هلته به نه ګرځئ ماينونه وي .دريڅه تړل کيږي.

مېلمانۀ په ماڼۍ کې ګرځي نوي ټغرونه غوړېدلي وي، رضا پوښتنه وکړه دا ټغرونه لۀ کومه شوي ؟ لا لو وويل: دا هزاره گي ټغرونه دي پاچا ته چا سوغات راوړي.

رضا اوفاطمې د ټغر اوبدلو پۀ اړه مالومات وغوښتل ، لالو ماما يې هم خبره ومنله اوبله دريڅه يې ورته پرانيستله .

دريڅه :

خبرلوڅ وويل: د افغانستان غالۍ، ټغرونه پۀ تېره هزاره ګي ټغرونه پۀ هيواد کې دننه اود باندې ډېر خلک خوښوي . خو هزاره ګي ټغرونه ولې دومره ارزښتمن دي؟

د غا ليو يوۀ دوکاندار داسې وويل: هزاره گي ټغرونه ځکه ډېرارزښت لري چې د څارويو لۀ وړيو نه جوړېږي،او دطبعي بوټوپۀ رنګ رنګيږي.

هزارهګی ټغر
هزاره ګي ټغرونه دپسونو له وړيو جوړيږي، او له طبعی بوټو نه په جوړ شوي رنګ يې رنګوي.

يوې هزاره غا لۍ اوبدونکې ښځې يې د اوبدلو پۀ اړه داسې وويل: د پسۀ وړېونه سنۍ جوړو،بيا پر څلورو لرګيو تارونه غزوو، بياتي، گمنځ، څخه پۀ کې کار اخېستل کېږي

بياپۀ کې ګلان جوړوو. پخوا به يوازې سپين او تور رنگ، خو اوس رنگا رنګ ټغرونه اوبدل کيږي.

د غالۍ پۀ څېر د نقش لۀ مخې نقش پۀ کې نۀاچول کېږي بلکې داوبدونکي په خوښې پورې اړه لري .دريڅه تړل کيږي.

نقاشييوه ماڼۍ او زردريڅې
نقاشي
سهار ناریيوه ماڼۍ اوزر دريڅې
سبا ناری
وړوکی تلويزيونيوه ماڼۍ اوزر دريڅې
وړوکی ټلوېزيون
د برمودا مثلثيوه ماڼۍ او زردريڅې
د برمودا مثلث
کوماچيوه ماڼۍ او زر دريڅې
کوماچ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>