 | | | لالباز غواړي يوڅه پيسې آدم خان ته دکوکنارودنه للون په تاوان کې ورکړي. |
سرورخان په قاچاقي لاروبهر ملکونو ته د رحيمداد د سفر اوستونزو خبره له ګلالۍ سره شريکه کړه او زياته يې کړه چې هغه دخوړولپاره هم څه نلري. سرورناظرته دنده وسپارله چې په خره باندې يوڅه خوراکي توکي درحيمداد دوی کره يوسي. کريم له فيروز خان قاچاقبر نه خپل د پيسو حق وغوښت، خو فيروز خان د پيسو له ورکړې انکار وکړ او کريم يې په چاړه وګواښه. ثمرګل، نسيم او ګل محمد په چړې باندې د کريم له ټپي کېدو نه خبر کړل. نسيم له ثمرګل نه د پېښې د ځای د ورښودلو غوښتنه وکړه. د پېښې په ځای کې کريم نه و، خو نسيم په ځمکه دکريم د وينې په لېدوبې هوښه شو. ګل محمدډاډ ورکړ چې کريم به کلينيک ته لېږدول شوی وي. کله چې فاطمې شفيقه دسر خاورې په خوړو وليدله ،ډېره وشرمېدله. شفيقې په پلمه له بازار نه دزلمي په لاس دسر خاوره راوغوښتله.  | | | سرورګلالۍ درحيمداد له بېرته راتګ اوپه لاروکې دغلولخوا دهغه دلوټلو او وهلو خبره کړه. |
ګلمکۍ دشفيقې رنګ زېړ وباله او سپارښتنه يې ورته وکړه چې د ځان علاج دې وکړي. ملک آدم خان له لعلباز سره ځکه دعوه وکړه چې پلار يې دده د کوکنارو فصل تباه کړی دی. لعلباز له غوټۍ نه پيسې واخيستې چې آدم خان ته يې د کوکنارو د فصل د نه للون تاوان ورکړي . |