 | | | جانباز د جرګې د پرېکړې له مخې د ځمکې په سر د آدم خان او اخترمحمد لانجه خلاصه بولي. |
ثمرګل خپل پلار،اکبر ته وويل چې ښه به وای که دلاس دعلاج لپاره ډاکترته تللی واي ، خواکبرپه پام کې درلودل چې شکسته بند ته ولاړشي. سمندر چې،شکسته بندي يې زده وه، اکبر ته يې ډاډ ورکړ چې د لاس هډوکی يې جوړ دی،خو کلکه ضربه يې ليدلې ده. فاطمې زرمينې ته وويل چې له ډېرې مودې راهيسې ددوی په کلي کې د برېښنا د توليد ډاينمو درول شوې چې د شپې له خوا يې کورونه روښانه وي. زرمينې پخپل کلي کې دبرېښنا له نشتوالي سر وټکاوه اوله دې امله يې دشپې په تياره کې داکبر له لويدوفاطمه هم خبره کړه. ګلخان دسرکاري بڼ په پرانيستونکې غونډه کې دسرورخان دګډون لپاره سميع الله ته وويل چې هغه هم سرورخان خبر کړ.  | | | سرورخان هم دسرکاري بڼ دپرانيستلو په غونډه کې ګډون کوي. |
ګلخان زينتي ګلان او زرورق کاغذونه اخيستي وو څو د سرکاري بڼ هغه ځای پرې ښکلی کړي چې د بڼ د پرانيستلو غونډه پکې جوړېږي. جانباز د جرګې د پرېکړې له مخې د ځمکې په سر د آدم خان او اخترمحمد لانجه خلاصه وبلله ، خو اخترمحمد دملک آدم خان له لاسه شکايت وکړ چې په حکومت کې د قوالې ورکولوته نه حاضريږي. |