پريګلې د عادي او اصلاح شويو غنمود تخم د کرلو توپير په خپل فصل کې وليد. ګل محمد وعده ورکړه چې دفصل دښېرازه کېدولپاره به کيمياوي سره راوړي. د اختر محمد ، ملک آدم خان او شمشېرخان تر منځ دځمکې د لانجې د هوارۍ په خاطر جرګه رابلل شوې وه، خو غوڅه پايله يې نه لرله. جرګه مارو پخپلوکې وپتېيله چې پې اړوندبه په ليک دښکېلو اړخونو لاسليکونه اوګوتې ولګوي او دسند په توګه به يې ساتي. رحيمداد له کريم سره په وعده کړي ځای کې د فېروزخان قاچاق وړونکي په تمه و، خو بهرته په قاچاقی لارو له تګ نه پښېمانه ښکارېده.  | | | ګل محمد وعده ورکړه چې دفصل دښېرازه کېدولپاره به کيمياوي سره راوړي. |
کريم رحيمداد وهڅاوه چې له خپلې خبرې دې نه اوړي . رحيمدادهم له فېروزخان سره د خارج په سفر ولاړ. درېيمه برخه : کريم د ولايت په سفر تللی و،غفار اړ شو چې د ډاينمو په خونه کې شپه تېره کړي ځکه خو يې ګلمکۍ ته وويل چې د برېښنا د ډاينمو د چالانولو کار سرته رسوي . |