 | | | جانبازددې لپاره چې دآدم خان دکوکناروللون يې ونه شوکړای،اندېښمن و . |
فاطمې ولايت ته د تګ تياری نيو ځکه د اېډز د کنترول په مرکز کې ډاکتر جانداد اوفاطمې ته ويلي وو هره مياشت دې يوځل دې مرکزته ورشي. داچې ولايت ته سفرستونزمن و، فاطمې اميدشفيقې ته وسپاره. شفيقې هيله وکړه چې دا ځل ډاکتر فاطمې او جانداد ته د زياتې مودې لپاره دارو ورکړي. زلمی دفاطمې اوجانداد داوږدې ناروغۍ له کبله خواشيني و، خوشفيقې هغوی نېکمرغه وبلل چې ددې ناروغۍ ډاکتر او دوا ته لاس رسی لري. سرور حميدې ته دماه جبينې هغه ليک ورکړ چې له ناظرنه ورک شوی و. حميدې دليک دپيداکېدو ناظرته وويل، هغه ترې دليک دلوستلو هيله وکړه. ناظر نسيم ته وويل چې ماه جبينې ناظر بې وفا او بې پروا بللی او خپه و چې د ليک په څټ د ماه جبينې د کور پته نه وه ليکل شوې.  | | | ماه جبينې ناظرته دکوم چاپه لاس ليک را استولی خودخپل کورپته يې پرې نه وه ليکلې. |
له بلې خواجانباز اندېښمن و چې د ملک آدم خان سره به په لانجه واوړي ځکه د هغه د کوکنارو للون يې ونه شو کړای. غوټۍ هم اندېښمنه شوه خو لعلباز خپل پلار پړ وګاڼه چې دده مشوره يې بې ارزښته وګڼله او آدم خان دکوکناردفصل ترکتلووروسته جانبازته ګواښېده. |