|
شپاړسم کال: ١٤ مه اوونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی کور ، نوی ژوند: شفيقه اميدواره وه. ډاکتر هغه روغه وبلله او سپارښتنه يې وکړه چې ترکاري او مېوه دې ډېره وخوري. لومړۍ برخه : ګلالۍ شفيقې ته سپارښتنه وکړه چې که د اميدوارۍ په دوران کې په کومه ناروغۍ اخته کېږي خامخا دې ډاکتر ته لاړه شي او پخپل سر دارو دې نه خوري. شفيقې د خوراکي موادو له کڅوړو سره کور ته راغله او د ډاکتر له خولې يې فاطمې ته وويل چې د اميدوارۍ په دوران کې بايد ښه او قوي خواړه وخوري. دويمه برخه : پريګلې له ګل محمد نه وغوښتل چې څو ورځې دې دکان ته نه ځي او د خپل پلار په ملتيا دې د ځمکې کښت و کار ته ملا وتړي چې ښه حاصل ترې واخلي.
ګل محمد دخپل دکان چارې د څو ورځو لپاره نسيم ته وسپارلې ځکه دی د کښت او زراعت په کار کې بوخت کېده. درېيه برخه : کريم ولايت ته د تګ نيت کړی و او له غفار نه يې وغوښتل چې د بر ېښنا د توليد د ډاينمو د کارمسووليت په غاړه واخلي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||