 | | | اميدوارو ښځوته ښايي داميدوارۍ په دوره کې کم له کمه څلورځلې روغتيايي مرکزته ولاړې شي. |
اکبر لوېدلی او لاس يې خوږ شوی و. زرمينې ترې وغوښتل چې دشپې لخوا دې له ځان سره لاسي څراغ وګرځوي چې بياونه غورځي. د پروژې آمر ګلخان ته د سرکاري بڼ د بيا رغاونې د کار د بشپړېدو وويل او ديوې غونډې په ترڅ دهغه دپرانيستلو وړانديز وکړ. ګلخان خوښ شوچې دشاوخواکليوخلکوته دتفريح ځای پيدا شواوله بلې خوا په بڼ کې دګلانو هغه بوټي، چې لالباز راوړي وو، هم لګيدلي وو. شفيقه، چې لومړۍ اميدواري يې ده، لږه ،لږه ټوخېدله . غفار ورته دخپل دکان نه دارو راوړي وو خو شفيقې هغه ونه خوړل.  | | | زرمينې له اکبرنه وغوښتل چې دشپې لخوا څراغ له ځان سره واخلي څو بيا ونه غورځي. |
زلمی خوښ و چې شفيقې د غفار راوړي دارو نه وو خوړلي، ځکه پخپل سر دارو خوړل دنورو ستونزوترڅنګ انسان دمړينې له ګواښ سره مخ کوي. ډاکترد زلمي دا کاروستايه، چې شفيقه يې دخپل سردارو له خوړومنع کړې اوزياته يې کړه چې اميدوارې ښځې دې پدې دوره کې کم له کمه څلورځلې روغتيايي مرکزته ولاړې شي. |