 | | | دسربندله کلي دډډزو غږ واورېدل شو، لالباز خوښ شوچې په آدم خان به چاډزې کړې وي. |
رحيمداد ډېر بې حاله و او عابدې ته يې وويل چې د الله اداد په لټه پسې په قاچاقي لارو بهرملکونو دتګ په لاره غلوهم وواهه اوهم يې پيسې ترې ولوټلې. بابااسلم او ناظر د رحيمداد ليدوته ورغلي وو خوچا ور بېرته نکړ. ناظر دپېښې دمالومولو لپاره په يوال داوښتلوهڅه وکړه. بابااسلم يوه اندازه اوړه اوناظريوڅه پاخه خواړه رحيمداد ته دمرستې په توګه وروړل، ځکه هغه په کورکې دخوراک لپاره څه نلرل. شفيقه، چې امېدواره وه، ددېګ پخلی يې له لاسه نه کېده او زياتره وخت يې ډوډۍ له چای اوترکارۍ سره خوړله، خو زلمي پدې کار ورټله.  | | | رحيمدادپه قاچاقي لارو بهرملکونو دتګ په لاره غلوهم وواهه اوهم يې پيسې ترې ولوټلې. |
فاطمې شفيقې ته وويل چې سرخاوره يې ورکه شوې ده، خوشفيقې ګمان وکړ چې دغلاتور پرې لګوي،اوفاطمې ته په غوسه شوه. شپه وه ، دسربندله کلي دډډزو غږ واورېدل شو. لالباز دډډزو په اورېدوخوښي څرګنده کړه،ځکه ګمان يې وکړ چې په آدم خان به چاډزې کړې وي،خوغوټۍ وويل کيدای شي په کوم بل کليوال څه پېښه شوې وي. |