 | | | ناظرد غفارله دکان نه دزهروداخيستوخبرې کوي. |
ثمرګل کور ته د خاورو تېل نه وو راوړي، اکبر او زرمينه پرې غوسه وو ځکه د کوټې د روښانه کولو لپاره يې بله وسيله نه درلوده. ثمرګل هيله وکړه چې په کوز کلي کې هم برېښنا آسانتياوې رامنځته شي. زرمينې اکبر وهڅاوه چې دکليوالو په مرسته د برېښنا راوستو ته ملا وتړي. اکبر دبرېښنا دغځولوخبره له سمندرسره شريکه کړه خوهغه وويل چې دبرکلي دبرېښنا ستونزه دکلي دشوراترجوړېدو وروسته هواره شوه. ګلخان د شورا جوړول د کلي د پرمختيا لامل وګاڼه اواکبر ته يې وعده ورکړه چې په دې لاره کې به هڅه وکړي. هغه شکريې او فتح خان ته وويل چې د کلي د شورا غړي د کليوالو له خوا ټاکل کيږي او پرېکړې هم کليوال ترسره کوي.  | | | دپروژې آمردسرکاري بڼ دپرانيستلوپه مهال له خلکووغوښتل چې بڼ ښه وساتي. |
سرکاري بڼ پرانيستل شو. فتح خان هغه دتفريح لپاره ښه ځای وباله اوثمرګل پدې بڼ کې دواليبال دميدان دشتون خبره نسيم ته وکړه. ناظردغفاردکان ته تللی و،غفارترې وپوښتل چې څه غواړي واخلي. ناظردزهرو داخيستو وويل. |