BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:41 گرينويچ 2009 ,18 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پنځلسم کال: ٣٣مه اوونۍ
نوی کور، نوی ژوند

نوی کور، نوی ژوند :

رحيمداد دخپلو مړو شوو مېږو دحساب دمالومولو لپاره داکبر کره تللی و خو اکبر په کور کی نه و. زرمينی اکبرد رحيمداد له ګواښ څخه خبرکړ.

اکبر ګمان وکړ چې رحيمداد دکوم چا په لمسون په ده پسې راغلی و اودهغه دا کار يې د ځان سپکاوی وګاڼه خو سمندر ژمنه وکړه چی لانجه به حل کړي.

سمندر رحيمداد ته وويل چی اکبر ورسره دوکه نه ده کړی. رحيمداد نه منله اوويی ويل چې د اکبر د مېږو په رمه کې به خپلې مېږې لټوي .

سيدمحمد له نسيم څخه وغوښتل چې دی او دده د کورنۍ نور غړي دې دده د نظر وړ نوماند ته رای ورکړي خو نسيم ونه منله .

عاطفې د چينې په سر له ښځو وغوښتل چې د ټاکنو په ورځ دی ټولی په ګډه د راًيې اچونې مرکز ته ولاړې شي.

شفيقې راًی اچونه سري وبلله او پريګلې ته يې وويل چې د خپل خاوند سيد محمد نوماند ته نه، بلکې دخپلې د خوښې نوماند ته دې راًيه ورکړي.

شفيقه،پريګل
راًی اچونه سري ده او هرڅوک کولای شي د خپلې خوښې نوماند ته راًی ورکړي.

جانباز تېرمازديګر غنم ژرندې ته د اوړو کولو لپاره راوړي وو. غفار د ژرندې د پرچاوېدو وويل ځکه د ويالې اوبه يی د برېښنا ډاينموته ګرځولې وې.

ښاپېرۍ په نسيم د ولسوالۍ له بازاره دلاټين لپاره تېل راوغوښتل ، خو کريم ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به برېښنا نه پرې کيږي.

نوی کور، نوی ژوندپنځلسم کال
٣٢مه اوونۍ
پريګله، ګل محمدپنځلسم کال
٣١مه اوونۍ
ګل خان، نسيم او ګل محمدپنځلسم کال
٣٠مه اوونۍ
ګل خان، شکېباپنځلسم کال
٢٩مه اوونۍ
اکبر،زرمينه،قمبرګلپنځلسم کال
٢٨مه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>