نوی کور ، نوی ژوند: داکبر دوی د کلا دېوال ونړېداو د رحيمداد مېږې ورلاندې شوې. هغه زرمينه پړه وګڼله چې مېږې يې په سم ځای کې نه وې پنډکړې.قمبرګل درحيمداد مېږې د خاورو له ډېرۍ را واېستلې چې يوه يې مړه او دوه نورې يې سختې ژوبلې شوې وې. اکبر له ثمرګل څخه وغوښتل چې يوه وسيله پيدا کړي څو ژوبلې مېږې د علاج لپاره د څارويو کلينيک ته ورسوي . قمبرګل د ګلخان په ټراکټورپسې ولاړ خوګل خان په کور کې نه و. درحيمداد ژوبله مېږه هم مړه شوه، زرمينه اندېښمنه وه چې رحيمداد به يې تاوان وغواړي. سمېع اله د واليبال د لوبې په نيت سرکاري بڼ ته روان و. ګلخان د يادشوي بڼ د بيا رغا ونې دکار د ژر پيلېدو وويل.  | | | په هر کار کې چې خواري او زيار وګالل شي ، ښه حاصل ورکوي |
د بيا رغاونې د يوې پروژې آمر ګل خان ته وويل چې د بڼ شاوخوا د ډبرو دېوال لوړوي اوله پاسه به يې د وسپنې کټاره ونيسي . د عابدې پالېز ډېرې هنډوانې کړې وې او ګلمکۍ ته يې وويل په هر کار کې چې خواري او زيار وګالل شي ، ښه حاصل ورکوي . |