رحيمداد د خپل زوئ، الله داد، په لټه د ولايت په سفر تللو ځکه هغه په قاچاقي لارو بهر ملکونو ته روان و . اکبر بهر ته د خپل زوئ ، ثمرګل ، تګ ياد کړ چې د ډېرو ناخوالو سره مخامخ شوی و خو له نېکه مرغه بېرته هېواد ته راستون شو . رحيمداد اکبر ته وويل چې په ولايت کې يې د ځينو قاچاقبرانو پتې ترلاسه کړي دي ، که تردې دمه يې الله داد بهرته استولی نه وي، را وبه يې ګرځوي. اکبر بهر ته دالله داد دتګ اوپه هغه پسې درحيمداددګرځېدوخبره فتح خان ته وکړه. فتح خان له دې خبرې خپله کورنۍ هم خبره کړه. مجيد د قمبرګل د رمې په زياتېدو حيران شو خو قمبرګل دخپلو مېږو سره د رحيمداد مېږو دګډولو وويل. د مجيدله ورايه په يو چا سترګې ولګېدې او درحيمداد ګمان يې پرې وکړ . قمبرګل خوښ شو چې مېږې به بېرته پرې وسپاري.  | | | دعابدې دهندواڼوبوټي کومې ناروغۍ وهلي او بازارته په کرنيزو داروو پسې تللې ده. |
پريګلې اميد وليد چې روغ او چاغ شوی دی . فاطمې د ډاکتر د مشورې د عملي کولو وويل چې د شيدو سربېره هغه ته نور خواړه هم ورکوي . عابدې د ولسوالۍ په بازار کې ګل محمد وليد او ورته يې وويل چې دهندواڼوبوټي يې کومې ناروغۍ وهلي او بازارته په کرنيزو داروو پسې راغلې ده. |