د فاطمې سخته تبه وه ، زرمينې يو ټوکر په يخو اوبو لوند او پر ټنډه يې ورته اېښوده چې کلينيک ته د وړلو تر وخته له بدو بدتره نه شي . ډاکتر د فاطمې ناروغي د ستوني خوږ وبلل چې د کوټې د څنډلو ورته پيدا شوی وه او ويې وويل په اېډز اخته ناروغان دې د درنو کارونو ډډه وکړي . ډاکتر په ورځپاڼه کې ولوستل چې د اېډز د ناروغانو د وجود د مقاومت د لوړولو دارو هېواد ته راوړل شوي دي. ګلالۍ له دې خبرې فاطمه خبره کړه خو ويې ويل چې دغه دارو په کلينيک کې نشته او هغه له ډاکتر نه مالومات ترلا سه کولای شي . الله داد غوښتل رمه څرولو ته بوځي خو يوه مېږه يې بې دمه په ځمکه لوېدلې ، له خولې يې ځګ تللو ا و نس يې هم پړسېدلی و.  |  په اېډز اخته کسان دې د درنو کارونو له ترسره کولو ډډه وکړي.  |
رحيمداد ګمان وکړ چې مار به مېږه چيچلې وي خو مېږې وچ اوړه خوړلي وو او الله داد وغوښتل هغه دڅارويو کلنيک ته ولېږدوي. کريم په کورس کې د ډاينمو او د برېښنا د مزي د غځولو چارې زده کړي دي. بابا اسلم ترې وغوښتل چې له احتياط نه کارواخلي ځکه داکار ډېرخطرلري. |