 | | | ډاينمو ګټې اخيستنې ته چمتو ده، يو دوه تنه کليوالو ته دې د برېښنا په اړه تعليم ورکړل شي . |
ګلالۍ چې کله دامېد کمزوري اود خېټې غټوالی وليدله فاطمې يې وغوښتل چې ډاکتر ته يې بوځي. ډاکتر امېد خوارځواکی وباله او ويې ويل چې ماشوم ته له څلور مياشتنۍ ورو سته بايد نور خواړه هم ورکړل شي چې له خوارځواکۍ وساتل شي. فاطمې، شفيقې ته وويل چې داميد ناروغي مالومه شوه خو جاند اد فاطمه پړه وبلله چې هغه ته يې له شيدو پرته نور خواړه نه وو ورکړي . ثـمرګل، زرمينه د امېد له ناروغۍ خبره کړه . هغې په اندېښنه و ويل چې پوښتنې ته به يې لاړه شي . شمس ښوونځي ته ناوخته تللو ځکه چې په کور کې يې ساعت نه درلود. ښوونکي ترې وغوښتل چې پلار يې يو ساعت ورته واخلي. شمس خپله ستونزه په کور کې ي ياده کړه، غوټۍ لالباز ته وويل چې يو دېوالي ساعت دې واخلي څو د شمس ستونزه حل شي .  | | | ډاکترامېد خوارځواکی وباله او ويې ويل له څلور مياشتنۍ ورو سته دې نور خواړه هم ورکړل شي |
انجنير ولي، رحيم ته وويل چې ډاينمو ګټې اخيستنې ته چمتو ده، يو دوه تنه کليوال دې وروپېژني چې د برېښنا په اړه تعليم ورکړل شي . دغه کسان به د ډاينمو د چالانولواومړه کولو او څارنې کار ترسره کوي او د برېښنا له عايد څخه به تنخوا ترلاسه کوي . |