پريګلې د بېلابېلو ترکاريو تخم عابدې ته يوړ . عابدې وويل له غوټۍ يې زده کړي چې د هندواڼو د پټي په پولو د ترکارۍ تخم وکري. پدې کار سره به په يوه وخت له يوې ځمکې دوه حاصله واخلي .پريګلې دعابدې د تجر بې خبره خپل څښتن، سيدمحمدته وکړه. هغه د عابدې کاربې ګټې وباله او زياته يې کړه چې دا کارکيدای شي دهندواڼوبوټوته زيان ورسوي. خو پريګلې وويل ترهغې چې د هندواڼو تانګونه غټېږي، ترکاري به يې رسېدلې او حاصل به يې اخيستی وي .  | | | عابده دهندواڼوپه پولوترکاري کري اوغواړی په يوه وخت له يوې ځمکې دوه حاصله واخلي. |
رحيمداد حيران و چې سمندر ولې د ويالې ترڅنګ د ځان د اوسېدلو لپاره خونه جوړوي ، خو سمندر هغه د برېښنا د ډاينمو د اېښودو ځای وباله. شمس د ښوونځي په انګړ کې د يوه داسې هلک سره درېدلی و چې عاقلې او پلوشې پخوا هيڅکله نه و ليدلی . شمس هغه خپل ګاونډی وباله او ويې ويل چې ښوونځي ته د شاملېدو په خاطر يې له ځانه سره راوستلی دی . |