دبر،کوز او سربند کلي کليوال اشر ته راټول شوي وو چې په شاوخوا دښتواو د غونډيو په لمنو کې دملخانو تخم په غوزو کې له منځه يوسي . د چينې په سر جينکو ګمان وکړ چې د ناظر د واده ډول وهل کېږي ،خو شقيقې وويل چې کليوالو د ملخانو دغوزو دله منځه وړلو لپاره اشر کړی دی . لالباز خوشاله و چې په ګرين هاوس کې ترکاري رسېدلې وه . غوټۍيو څه سرې مولۍ او تازه دڼيا راټوله کړه چې له ښوروا سره يې وخوري . لالباز وويل چې د سږنۍ تجربې په ګټې اخيستنې په راتلونکې کال ته ډېره ځمکه په پلاستيک وپوښي چې په ژمي کې بازار ته د خرڅلاو لپاره هم ترکاري يوسي .  | | | لالباز خوشاله و چې په ګرين هاوس کې يې ترکاري رسېدلې وه. |
لالباز د سيدمحمد دوی کورته تازه ترکاري وړې وه اوګل محمد ته يې وويل چې دا يې له خپل ګرين هاوس نه حاصل اخيستی دې . رحيم له بابا اسلم او د برکلي د انکشافي شوراله نورو غړو سره ولايت ته روان وو چې د ولايتي شورا له غړو او مرستندويه موسسې سره پېژندګلوي پيدا کړي . بابااسلم د ولايت له سفره راګرځېدلی و اورحيمداد ته يې وويل چې د ولايتي شورا د غړو سره له خبرو وروسته هيله پيدا شوه چې په برکلي کې برق جوړ شي . |