فاطمې حلوا راوړې وه ځکه چې جانداد د ولايت له سفره راغلی وخو زرمينې ته يې وويل چې جانداد دنوې مصنوعي پښې سره هم ستونزه لري . ګلخان ګل محمد ته وويل چې د سرکاري باغ د جوړولو په خاطر يې ولايتي شورا ته غوښتنليک ورکړی او هغوی د همکارۍ وعده کړېده . نسيم په کريم د سرکاري باغ د بيا جوړېدو زېری وکړ چې کريم ته به پکې هم يو کار پيدا شي . کريم ، ګلخان ته ورغی چې په سرکاري باغ کې ورته کارورکړي خوګلخان وويل چې نه يوازې کريم بلکه نورو بې روزګاره کسانو ته به هم کار پکې پيدا شي . جانباز نه منله چې د ژمي په څله کې دې بوټی شين شي او د غوټۍ او لعلباز کار يې د ګرين هاوس په برخه کې بې ګټې باله .  | | | د سرکاري بڼ په جوړېدو سره به ډېرو بې روزګارو کليوالو ته د کار زمينه برابره شي. |
سره له دې چې هره خوا واوره پرته وه ،جانباز په ګرين هاوس کې د مرسل ګلابو قلمې ولېدې چې تېغونه يې کړي دي . غوټۍ وچې بېنډۍ پخې کړې وې خو جانباز ته يې خوند نه ورکاوه،لعلباز وويل چې څه موده وروسته به دوی خپله ترکاري ولري . غوټۍ وويل چې په ګرين هاوس کې به د ترکارۍ تخم وکري . جانباز له لعلباز نه وغوښتل چې ژر ترژره دې د ترکارۍ د ښه تخم د پيدا کولولټه وکړي . |