|
پنځلسم کال: لومړۍ اونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی کور ، نوی ژوند : عاطفه د غوټۍ کره تللې وه، هلته د شمس په ملګرتيا دخوسکي ليدو ته ولاړه يو ناڅاپه يې په زوره چيغه کړه . عاقلې ژړل ځکه چې په خوږلن يې پښه ايښې او سوځېدلې وه . غوټۍ وويل چې خوږلن يې له تناره اېستلی و خو هېر شوي يې وو چې اوبه پرې واچوي . عاطفې د عاقلې په سوځېدلې پښه يخې اوبه تويې کړې ځکه د رحيم له خولې يې ددې کار د ګټې په باب اورېدلي وو. ډاکتر د عاقلې پښه پانسمان کړې او ويې ويل چې له اور سره که بې احتياطي وشي نه يوازې بنيادمان د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي ان کورونه هم پکې سوځي . کريم له سيد محمد نه وغوښتل چې ځان دې د دوی د کورنيو د ګروپ رياست ته کانديد کړي چې خپل جيبونه له پيسوډک کړي . سيد محمد وويل چې په يوه شرط به دې کارته غاړه ږدي چې مخکې له مخکې له ټولو کورنيو وغواړي چې ده ته خپلې راًيې ورکړي . کريم نسيم ته وويل چې خپله راًيه دې سيدمحمد ته ورکړي خو نسيم ونه منله اوويې ويل چې کليوال صادق او پاک نفسه کسانو ته راًيې ورکوي .
کريم او سيدمحمد خواشيني وو چې کليوالو رحيم ته راًيې ورکړې وې . اله داد پټې ټاکنې غوره وبللې ځکه هرڅوک چې په چا ډاډ لري هغه ته راًيه ورکوي . ثمرګل زرمينې ته وويل، هغه غوښتل جانداد په شا دکان ته ورسوي ، خو جانداد په دې وړانديز په ده غوصه شوځکه اوس نه غواړي دکان ته لاړ شي . جانداد وويل ځکه په ثمر ګل په غوصه شو چې دهغه زړه سوی يې د ځان سپکاوی وګاڼه . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||