 | | | رحيم : "سيدمحمد اکا! که ټول خلک د ګلخان په څېرنظر ولري وطن به ژر آباد شي ." |
عاطفې د رحيم له خولې وويل چې د کلي پرمختيايي شورا جوړېږي اوپدې کې ښځې هم کولای شي ونډه واخلي . شفيقې په برکلي کې د ښځو او نارينه وو ګډ کار ناشونی وباله خوعاطفې وويل چې ښځې به له نارينه وو بېل کارکوي. کريم اوس هم په هڅه کې دی چې د کلي پرمختيايي شورا ته لاره پيدا او جيبونه له پيسو ډک کړي . انجنير ولي وويل چې د کلي ټولې کورنۍ په ګروپونو وېشل شوي چې پراختيايي شورا ته خپل استازي وټاکي . دا شورا به د پټو ټاکنو له لارې دشورا رييس ، مرستيال ، منشي او خزانه دار ټاکي . جانداد نسيم ته وويل چې ساختګي پښه د هغه اصلي پښه ژوبله کړې او له هغه نه يې وغوښتل چې لکړې يې ورته راوړي .  | | | عاطفه وايي په برکلي کې پراختيايي شورا جوړيږي چې ښځې هم پکې ونډه اخيستلای شي. |
عابدې دجانداد له ناروغيوسره ډېره زياته خواخوږي وښودله خو په جانداد د هغې داخبرې بدې ولګېدې. ګلخان وويل چې که خلک سره يو موټی شي نو سرکاري بڼ به له سره ودان کړي خوسيد محمد پرې وخندل او دا يې د حکومت کار وباله . رحيم سيدمحمد ته وويل : " که ټول وطنوال د ګلخان په څېر فکر وکړي ، نو وطن به ژر آباد شي . " |