پلوشې خپل سبقونه لوستل . قمبرګل د آزموينو د خلاصېدو خبره وکړه . زرمينې ګمان وکړ چې ښايي پلوشه په آزموينه کې مشروطه پاتې وي . پلوشې ويل په سبقونو کې يې ډېره خواري کړېده ، هيله لري چې په ښه درجه به کاميابه شي .قمبرګل وعده ورکړه که داسې وه يو ښه انعام به ورکړي . ګلخان وويل چې په بهر ملکونو کې د پارچو اخيستو په ورځ جشن او مېلې جوړېږي او د زده کوونکو زيار ستايل کېږي . پلوشې هم همداسې هيله وکړه . رحيم غوره زده کوونکوته ستاين ليکونه ترتيبول . ګلخان ترې هيله وکړه چې د پارچو ورکولو په ورځ دې د ترانې ويلو او جشن جوړولو تابيا وکړي . پلوشه د خپلې درجې د مالومولو د پاره ښوونځي ته تلې وه ، ښوونکي ترې وغوښتل چې د پارچو ورکولو د ورځې دپاره د ترانې ويلو تياری ونيسي .  | | | رحيمداد دډول په وهلو په برکلي کې دانکشافي شوارجوړېدوته کليوال رابولي. |
رحيم رحيمداد ته وويل چې ډول ووهي او کليوال دې د کلي د انکشافي شورا د جوړېدو په خاطر راوبولي چې وروسته د اوبو نه د برق ترلاسه کولو کار مخ ته بوځي . لعلباز غوټۍ ته وويل چې د ګرين هاوس يا پلاستيکې کوټې جوړول سخت کارنه دی او دی کولای شي په خپله ځمکه کې يې جوړه کړي . غوټۍ لعلباز ته وويل چې د کلا شا د پلاستيکي کوټې جوړولو ته ښه ځای دی ځکه چې مخ په لمر دی . |