|
څوارلسم کال : ٤٧ اونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوی کور، نوی ژوند: اکبر او سمندر اندېښمن وو چې ولې ګلخان دحشرکارته نه دی راغلی؟ سمېع اله راغى اوويې ويل،فتح خان ګلخان نه پرېږدي په ټراکټورکې تيږې ولېږدوي . ګلخان له شرم او خپګان نه ځان په کوټه کې بندي کړی واو نه يې غوښتل له کليوالو سره مخامخ شي . فتح خان د ګلخان نه سرټکاوه او له ګل محمد نه يې وغوښتل چې يو تکړه ډرايور دده ټراکټورته پيداکړي. سمندر او اکبردکليوالو په استازيتوب فتح خان ته په ګيله راغلي وو چې خپل ټراکټور يې دکليوالو په ګډکار کې له ونډې اخيستنې منع کړى دى. ګلالۍ سرورته د بي بي ګلې دراتګ او ګېلې خبره وکړه اود سرورنه يې وغوښتل چې د ناظرد واده تابيا وکړي. سرورخان له رحيمداد نه وغوښتل چې د ناظر دواده د بندو بس د پاره د ډول او سرڼا وهلو پرته دې داخلي پخلي تابيا هم و کړي . ګلالۍ رابيا ګله باتجربه ښځه وبلله او له هغې يې وغوښتل چې د ناظر دواده د بندوبس په خاطرد بي بي ګلې دوی کره ورسره لاړه شي .
رابيا ګلې د جوړو، جامواو ګاڼو د اخيستو په خاطربازارته د ناظر د کوژدنې ،ماه جبينې، تګ شرم وګاڼه ، خو بي بي ګلې دا خبره ورسره ونه منله . ماه جبين دزرګرپه دکان کې يو دسروزرو وښی خوښ کړچې دهغې ورک شوي وښي ته ورته و، خوګلالۍ وويل چې ناظر همداسې يو وښی هغې ته اخيستی دی . زلمي شفيقې ته وويل چې سبا ماين پاکان هغه ځای له ماينونو پاکوي چې غفاراو ګلمکۍ پکې ټپيان شوي وو. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||