نوی کور ، نوی ژوند: شفيقې په فاطمې زېری وکړ چې د ګلالۍ د اېډز د معاينې نتيجه منفي وه . فاطمه خوښه شوه اوپه زيري کې يې دښه سوغات د ورکولو وويل.رابيا ګله سرورته په غوسه وه ،دګلالۍ دوى کره ولاړه. کله چې سرور د هغې دراتګ واورېدل نوله بل وره له کوره ووت . ګلالۍ د فاطمې د زېږون پرمهال دفاطمې د ايدزدوايروس دلېږدګواښ په ځان منلی و، فاطمې دخپلې مور نه يو چرګ واخيست چې ګلالۍ ته يې يوسي . فاطمه د ګلالۍ کره ورغله او دګلالۍ د ايډز دمعاينې د منفي پايلې له کبله يې هغې ته مبارکې وويله. ګلالۍ وويل چې هغه به تل د خپلوکليوالو خدمت کوي. بي بي ګله دسرورخان کره په ګيله ورغلې وه چې ډېره موده ددوی کور ته نه دي ورغلي . ګلالۍ ولايت ته د خپل تګ اوله ونې څخه د ناظر د لوېدو ورته ووېل .  | | | بي بي ګله له گلالۍ نه گيله منه ده چې ولې دماه جبين پوښتنې ته نه دي ورغلي. |
ګل خان په خپل کورکې دتراکتورکلي ورکه کړې وه . له شکيبا يې وپوښتل، هغې هم بې خبري وښوده. کيلي فتح خان اخيسې وه او ګلخان ته يې وويل چې نور د تراکتور واک او اختيار ده ته نه ورکوي . فتح خان نه غوښتل په تراکتور بېګار وکړي ، نوځکه يې په پام کې لرل چې بل چلوونکی ورته ونيسي چې پيسې پرې وګټي. ګلخان وويل چې هغه په تراکتورکې دسيلاب دمخنيوي داستنادي ديوال له پاره تيږې راوړلې. |