د برکلي په ښوونځي کې زده کوونکو ته د پارچودويش په ورځ يوه غونډه جوړه شوې وه چې زده کوونکوپکې ترانې ويلې. اکبر خوښ و چې لور يې ،پلوشه ،د ترانه ويوونکو په ډله کې وه او د غونډې د ګډون کوونکو له خوا په چک چکو بدرګه کېدله . غونډې ته د زده کوونکو ميندې او پلرونه هم رابلل شوي وو اوتکړه زده کوونکو ته د پارچو ترڅنګ ستاين ليکونه هم ورکړل شول . لعلباز په ژمي کې د مرسل ګلاب قلمه کول چې په ګرين هاوس کې يې وکري او کله چې په بوټو بدل شول بيا به يې په بازار کې وپلوري . جانبازد لعلباز دا کار بې ګټې وباله خو هغه وويل چې د سختو زړو ميوو لکه بادام ، زردآلو او شفتالو بوزغلی يې هم اچولی دی .  | | | لعلباز په ژمي کې د مرسل ګلاب قلمه کوي چې په ګرين هاوس کې يې وکري. |
غوټۍ د پلاستيکي تونل جوړېدل ناوخته وباله ، خو لعلباز ويل چې د ترکاريو تخم به هم وکري او د کال په پاى کې به يې د بوزغلي په توګه وپلوري . د ولسوالۍ په بازار کې د موټرو تګ راتګ په ټپه درېدلی و. ګل محمد نسيم واستاوه چې خبره مالومه کړي . زلمي نسيم ته وويل چې د ماين پاکانو ډله ماينونه چوي له دې کبله يې له موټر چلوونکو غوښتي چې د لنډوخت له پاره خپل موټرونه ودروي . |