جاندادته له مصنوعي پښې پرته تګ راتګ ګران و، فاطمې وويل چې دلکړو په مرسته دې ځان د ولسوالۍ بازار ته ورسوي . په بازار کې جانداد رحيمداد ته وويل چې مصنوعي پښې يې کومه خرابي پيدا کړې چې د رغولو لپاره يې دولايت د معيوبينو روغتون ته ځي . بهادرشاه دپوډرولپاره له بي بي ګلې پيسې غوښتې خو هغې ورنه کړې . هغه له کوره په وتو وګواښېده چې بيا به هېڅکله کورته رانه شي . بهادرشاه ، چې نېشه و ، د ناظر منګولو ته ورغی او اقراريې وکړ چې غلا کړي شيان يې پلورلي او په پيسو يې پوډر اخيستي دي . ناظر په غوصه بهادرشاه له ګرېوانه ونيو او ټېل يې واهه . بهادرشاه د مړي په څېر په ځمکه پرېوت او ناظر وتښتېد. ناظر له وېرې د سربندکلي په يوه ونه کې ځان پټ کړی و ، خو ملک آدم خان ډاډ ورکړ چې پخپله حجره کې به پناه ورکړي .  | | | ګل خان غواړي په تراکتورپېسې پيداکړي خو فتح خان وايي چې پخپل سرکارونه دې نه کوي. |
ښاپېرۍ د ښځو له خولې رحيم ته د برق د راتګ د ځنډېدو شکايت وکړ. رحيم وويل چې هغوی ته دې په نېژدې راتلونکې کې د برق د راتګ ډاډ ورکړي . انجنير ولي د کلي د انکشافي شورا د غړو لپاره په ځينو ضروري لارښوونو ټينګار وکړ، رحيم وويل چې د ښوونځي يو ټولګی به ورته ځانګړی کړي . |