زرمينې له ثمر ګل نه وغوښتل له جانداد نه دې ګيله نه کوي ځکه چې معيوب دی او خواخوږي د ځان سپکاوی ګڼي .
جانداد په ځمکه وغورځېد، ژوبله شوې پښه په لکړه ولګېده اوخوږ شو،فا طمې ترې وغوښتل چې کلينيک ته ولاړ شي .
جانداد دولسوالۍ کلينيک ته لاړ،خو داچې اېډزيې هم درلود، ډاکتر ورته وويل چې د مصنوعي پښې د جوړولو په خاطر دې د ولايت روغتون ته لاړ شي .
حميدې سرور ته وويل چې ددېرې مور قالينچه اوقيمتي لوښي بهادرشاه غلا کړي دي . ناظردولسوالۍ په بازارکې غوښتل بهادرشاه ونيسي خو ترې وتښتېد.
په شپه کې بي بي ګلې او ګلابشاه د بام په سر د غله دپښو ښکالو(غږ) واورېد چې بيا يې انګړ ته ټوپ کړ .
وروسته مالومه شوه هغه بهادرشاه و چې ويل يې غلاکړي شيان يې خرڅ او پوډر يې پرې اخيستي دي .
غفارګلمکۍ ته وويل که څه هم هغه يو غريبکارکليوال دی خودکلي انکشافي شورا ته غوره شوی دی .
انجنير ولي اعلان وکړ چې رحيم د کلي دشورا د رييس ، بابا اسلم د مرستيال او غفار د خزانه دار په توګه غوره شوي او د فني کسانو لخوا به زده کړه ورکړ ل شي .